کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د روغتیا نړیوال سازمان سرمنشي تدروس ادهانوم نن دوشنبې د غوايي ۲۴ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: افغانستان کې سېلاب ځپلو سیمو ته ۱۷ ګرځنده مرستندویه ټیمونه لېږل شوي دي.
ادهانوم څرګنده کړه چې دا ټیمونه د روغتیا نړیوال سازمان او د هغې د شریکانو لخوا رامنځ ته شوي: موږ اغیزمنو ټولنو ته درمل او اړین روغتیایی توکي چمتو کوو.
د ایرنا د راپور له مخې د جمعې د ورځې د سختو سیلابونو په پایله کې د ېیواد په یو شمیر ولایتونو په تېره بیا د بغلان په ولایت کې څه د پاسه ۳۰۰ کسان مړه او ژوبل شول او په زرګونو د استوګنې کورونه ویجاړ شول.
د پیغام پای/
Your Comment